کورپاڼه / کرکټ / ټام بینټن: مینه وال باید لس اوریزه سیالۍ د فلم په څېر وګوري

ټام بینټن: مینه وال باید لس اوریزه سیالۍ د فلم په څېر وګوري

د انګلستان کرکټ لوبغاړي ټام بینټن، چې اوسمهال د ابوظهبۍ په لس اوریزه لیګ کې لوبېږي، ویلي چې لس اوریزه فارمیټ غوره فارمیټ دی او دا باید د فلم په څېر وکتل شي.

نوموړي خپله یوه مرکه کې ویلي، چې لس اوریزه سیالۍ د کرکټ تر ټولو چټک فارمیټ دی، چې مینه وال ترې ډېر خوند اخیستلی شي او په همدې سبب باید د فلم په څېر وکتل شي.

بینټن زیاته کړې، د ځینو مینه والو لپاره ټیسټ حتی شل اوریزې سیالۍ کتل هم سخت وي، نو د هغوی لپاره لس اوریزه سیالۍ ډېرې مهمې دي او د فلم په څېر یې کتلی شي او همدا ځانګړتیا یې د اولمپیک برخه هم کیدلی شي.

نوموړي همدا راز ویلي، په لس اوریزه لیګ کې توپ وهونکی باید ټول فوکس پر خپله کارکردګۍ وکړي، ځینې وخت شپږ توپونه خرابېږي هم، خو لوبې ته به پام کوې او یو ښه لوبغاړی هره خواته شاټ وهلی شي.

هغه د ځان په اړه ویلي، چې په اکتوبر کې نه یم لوبېدلی، ډېر وخت له کورنۍ او ملګرو سره وم، ملي لوبډلې ته د بېرته راتګ لپاره هم چمتو یم، خو ډېر فشار پر ځان نه راوړم او یوازې له لوبې خوند اخلم.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …