کورپاڼه / جالب / څلور سوه کلنه زړه سکه په حیرانوونکې بیه لیلام شوه

څلور سوه کلنه زړه سکه په حیرانوونکې بیه لیلام شوه

د امریکا په نیو انګلېنډ سیمه کې د بریتانیې د کالونۍ د دورې د پیل له سکو څخه یوه نایابه سکه په ۳۵۰ زره امریکایي ډالر لیلام شوه.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، له عام سکو سره له یو لوښي ترلاسه شوې سکې په اړه ویل کېږي، چې دا سکه د تمې خلاف په لوړ بیه پلورل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سپین زرو دا په ۱۶۵۲ کال په بوسټن کې جوړه شوې ده، چې اوس د یوه شخص، چې نه ښودل نوم یې څرګند شي، لخوا اخیستل شوې ده. د سکې لیلامونکي شخص تمه درلوده چې یاده سکه به تر درې سوه زرو ډالرو پورې وپلورل شي.

د سکو یوه کارپوه جیمس مورتن په یوه بیان کې ویلي، زه حیران نه یم چې دې سکې دومره توجه د ځان پورې راواړوله او کومه بیه چې دا سکه پرې پلورل شوې د سکې تاریخي اهمیت څرګندوي.

له ۱۶۶۲ کال وړاندې د انګلستاني، هالېنډي، هسپانوي او د نورو ټولنو سکې په نیو انګلېنډ کې د اسعارو په توګه کارول کېدلې.

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …