کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ټي ټین لیګ ۲۵مه لوبه ټیم ابوظهبۍ وګټله

د ټي ټین لیګ ۲۵مه لوبه ټیم ابوظهبۍ وګټله

د ټي ټین لیګ په ۲۵مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، چې نجیب ځدران په ۴ توپونو ۴ منډې وکړې او نوین الحق یوه ویکټ ترلاسه کړه او لوبه ټیم ابوظهبۍ وګټله

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۲۵مه لوبه د دکن ګلیډیټر او ټیم ابوظهبۍ لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې دکن ګلیډیټر د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ټیم ابوظهبۍ لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډې وکړې، چې له ډلې یې لیام لیونګستون ۵۹ او کولین انګرام ۲۵ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د دکن ګلیډیټرز لخوا ټام میلز دوه، وهاب ریاض او اودین سمېت یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دکن ګلیډیټرز لوبډلې د ۱۲۶ منډو هدف ترلاسه نشو کړای او د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۷ منډې وکړې او په ۸ منډو یې لوبه وبایلله.

د دکن ګلیډیټرز لپاره انورعلي ۴۲ او ډیویډ ویسا ۲۷ منډې وکړې. د ټیم ابوظهبۍ لخوا مرچنټ دي لانګي او شیلدن کوتریل دوه-دوه، نوین الحق او جیمي اورټن یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …