کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، چې محمد شهزاد په ۲۹ توپونو ۵۴ منډې وکړې او سمیع الله شینواري ته وخت ورنغی او چینای بریویس لومړۍ بریا خپله کړه.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۲۶مه لوبه د نارترن واریرز او چینای بریویس لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې چینای بریویس د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

نارترن واریرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې معین علي ۲۵، اوپال ترنګا ۳۲ او رومن پاول ۳۱ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د چینای بریویس لخوا ټام داسن شانکا، روي بوپارا او کریټس کیمفر دوه-دوه، مارک دیال او دننجایا لکشمن یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

چینای بریویس لوبډلې د ۱۰۹ منډو هدف په ډېر آسانۍ پرته له کوم زیانه ترلاسه کړو او خپله لومړۍ بریا یې خپله کړه، خو د مخکې تګ هیڅ چانس نلري.

د چینای بریویس لپاره بهانکا راجاپاکسا ۵۵ او محمد شهزاد ۵۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. د دې لوبې غوره لوبغاړی راجاپاکسا ونومول شو.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …