کورپاڼه / روغتيا / په ځوانانو کې د مفصلونو او عضلو درد او سببونه یې

په ځوانانو کې د مفصلونو او عضلو درد او سببونه یې

په ډېر عمر لرونکو کسانو کې د مفصلونو یا بندونو درد په عام ډول موندل کېږي، ځکه چې د عمر په تېرېدو سره دا درد خپل شدت زیاتوي.

روغتیاپالان په دې اند دي، چې په اوسني وخت کې یاده ناروغي په ځوانانو کې هم عامه شوې او دغه درد بیا دومره شدت خپلوي، چې د ژوند له ښو او بدو مو وباسي او ځای به مو بستر وي.

دا چې په کمه عمر یا ځوانۍ کې د مفصلونو ناروغي ولې رامنځته کېږي، دوه یا درې لاملونه لري، لومړی لامل یې چاغوالی دی، که چېرته چاغوالی له خپله حده واوړي نو د یادې ناروغۍ خطر زیاتوي.

که چېرته چاغوالی خطرناک شکل غوره کړي، نو د پښو عضلې تباه کېږي او په همدې سبب نوي نسجونه هم نه جوړېږي او بالاخره دا ډول کسان د مفصلونو د درد په ناروغۍ اخته کېږي.

د دې ناروغۍ په پیل کې د هډوکو، عضلو، زنګون او د مفصلونو درد رامنځته کېږي. همدا راز د اوسني دور ټیکنالوژۍ د انسان اسانه کړي، خو ستونزه داده چې انسان له فعالیته غورځولی او په همدې سبب د بدن ټول بوج پر زنګانه سترګه راځي.

که چېرته په شین ځای یا چمن کې په لوڅو پښو منډه ووهل شي نو د زنګون په درد کې دولس سلنه کمښت راځي. یوې څېړنې ښودلې چې په آزاده هوا کې پښې یبلی ګرځېدل د زنګون دردونه کموي، خو په یاد ولرئ چې په پوندو یا ګوتو په سرونو قدم مه وهئ.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ له نزلې او زکام خوندي پاتې شئ؟ نو دا مشروب استعمال کړئ

د ژمي له پیل سره یو شمېر ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې زکام او ټوخی …