کورپاڼه / خپلواک / حضرت الله ځاځى نن په صفر وسوځېده، خو نوين ١ ويکټ واخيسته
حضرت الله ځاځى

حضرت الله ځاځى نن په صفر وسوځېده، خو نوين ١ ويکټ واخيسته

خپلواک وېبپاڼه (١٣ دسمبر ٢٠١٩): د بنګله دېش غوره ليګ په نننۍ لوبو کې لومړۍ لوبه د حضرت الله ځاځي او نوين الحق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې حضرت الله ځاځى په صفر وسوځېده او نوين الحق ١ ويکټ ترلاسه کړه، خو د حضرت الله ځاځي لوبډله بريالۍ شوه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ په ٥مه لوبه کې د سيلهټ تهنډرز او راج شاهي کنګز لوبډلې سره مخامخ شوې، په پيل کې د لوبې پچه راج شاهي کنګز وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه.

سيلهټ تهنډرز په ١٥.٣ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٩١ منډې وکړې، چې محمد ميتون او مصدق حسېن ٢٠-٢٠، روني تالوکدار ١٩ او جانسن چارلس ١٦ منډې وکړې.

د راج شاهي کنګز له لوري الوک کپالي ٣، روي بوپارا او فرهاد رضا ٢-٢ او انډري رسل ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٩٢ منډو د هدف په تعقيب کې که څه هم چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى په صفر وسوځېده، خو راج شاهي کنګز دغه هدف په ١٠.٥ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٨ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري ليتون داس ٤٤ ناسوځېدلې، عفيف حسېن ٣٠ او شعېب ملک ١٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سيلهټ تهنډرز له لوري نعيم حسن او نوين الحق ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه روي بوپارا ترلاسه کړه. تر دې مخکې د راج شاهي کنګز په لومړۍ لوبه کې حضرت الله ځاځي په زړه پورې توپوهنه ترسره کړې وه چې ٥٦ ناسوځېدلې منډې يې کړې وې.

نن دويمه لوبه د ډهاکه پلاټون او کوميلا واريرز ترمنځ ترسره کېږي، چې مجيب الرحمان د کوميلا واريرز لوبډلې لپاره لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …