کورپاڼه / روغتيا / څنګه کولی شو چې په ژمي کې د پوستکي له سپوروالي ځان وژغورو؟

څنګه کولی شو چې په ژمي کې د پوستکي له سپوروالي ځان وژغورو؟

په ژمي کې د پوستکي سپوروالی یوه ډېره عامه ستونزه ده، چې د دې ستونزې د حل لپاره له ډول ډول لارښوونو او کریمونو څخه کار اخیستل کېږي، خو په ژمي کې د پوستکي نمجن ساتلو لپاره ځینې عادتونه هم باید په پام کې ونیول شي.

د پوستکي متخصصین وايي چې په سړه هوا کې پوستکی زیاتې پاملرنې او وخت ته اړتیا لري. په دا ډول موسم کې د پوستکي د نمجن ساتلو لپاره باید زیاتې اوبه استعمال شي او مناسب خواړه وخورئ او ترڅنګ یې لاندې عادتونه هم باید خپل شي.

له ګرم شاور ډډه کول: په ژمي کې د غسل لپاره ګرمې اوبه استعمالېږي، خو دا د پوستکي د سپوروالي یو لوی لامل دی، په ځانګړي توګه په زیاتو ګرمو اوبو لامبل. نو اړینه ده چې نیم ګرمې اوبه استعمال شي، لږ وخت تېر کړل شي، تر ډېره ځان په ګرمو اوبو لوند مه پرېږدئ او سمدستي له کوره مه بهر کېږئ.

د مېوو استعمال: په ژمي کې د میوو استعمال زیات کړئ تر څو په بدن کې د رطوبت یا نمۍ اندازه متوازنه پاتې شي، موسمي میوې نه یوازې دا چې له بدن څخه د زهرجنو موادو په باسلو کې مرسته کوي، بلکې پوستکی هم روښانه او ځلانده ساتي.

د ایلوویرا استعمال: الوویرا د انسان د بدن لپاره په ټولو موسمونو کې تر ټولو غوره توکی دي او د پوستکي او ویښتو لپاره هم ګټور وي. په ژمي کې د شپې لخوا په شات کې الوویرا واچوئ او په لاسونو او مخ یې ووهئ او سهار یې پریمنځئ. په یو څو ورځو کې به مو پوستکی نرم او ځلیدونکی شي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …