کورپاڼه / خبرونه / لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د افغان لوبډلې سره د مشر روزونکې په توګه نه پاتې کېږي.

د سویلي افریقا پخوانی الراونډر لوبغاړی لانس کلوزنر په ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په میاشت کې د ملي لوبډلې د مشر روزونکې په توګه ټاکل شوی، خو اوس وایي چې نور نه غواړي خپله دنده اوږده کړي او د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۳۱ یې دنده پای ته رسېږي.

کلوزنر د دوشنبې په ورځ خبري ناسته کې وویل، چې له لوبډلې سره له دوو کلونو تېرولو وروسته له ځان سره ښې خاطرې وړم. زه به د افغان لوبډلې او له جوړښت څخه یې لېرې وم او د خپل کیریر بل پړاو ته سترګې په لار یم.

افغان لوبډلې د لانس کلوزنر په روزنه کې له درېیو ټیسټ لوبو یوه، له شپږو یوه ورځنیو، درې او له ۱۴ شل اوریزو لوبو ۹ ګټلي، چې بریالی سفر یې ګڼلی شو.

کلوزنر وروسته له هغې د افغان لوبډلې روزونکی شو، چې اینډي مولز دغه دنده پرېښود او اینډي مولز د ۲۰۱۹ کال له نړیوال جام وروسته کله چې فل سمینز له دندې لېرې شو، پرځای یې د لنډ وخت لپاره د روزنې دنده اخیستې وه.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …