کورپاڼه / هنر او کلتور / عامر خان او رنبیر کپور په ګډه د فلم جوړولو هوکړه کړې

عامر خان او رنبیر کپور په ګډه د فلم جوړولو هوکړه کړې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنست عامر خان او رنبیر کپور د لومړي ځل لپاره په ګډه د فلم جوړولو هوکړه کړې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د بالیووډ اداکار رنبیر کپور د عامر خان تر ټولو بریالی فلم (پی کی) کې لنډ رول لوبولی، چې راج کماري هیراني یې د ډایرکټر په توګه و، خو دواړو غوښتل چې په راتلونکي کې یوځای کار وکړي او د یوې ښې کیسې په لټه کې وو.

عامر خان او رنبیر کپور په وار-وار په خبري کنفرانسونو کې ویلي، چې دوی غواړي په ګډه فلم جوړ کړي او مینه وال یې هم په بې صبرۍ په تمه و، خو اوس یې د انتظار شېبې رالنډې شوې.

د رسنیو د راپورونو له مخې، عامر خان او رنبیر کپور د فلم لپاره کیسه خوښه کړې او یوځای یې د کار کولو هوکړه هم کړې، د دې فلم پروډکشن به عامر خان پخپله کوي او تمه ده چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې به د فلم شوټینګ پیل کړي.

د يادونې وړ ده، چې عامر خان تل د رنبير کپور د کار ستاينه کړې، په ځانګړې توګه د سنجي دت پر ژوند جوړ شوي فلم (سنجو) کې يې د اداکارۍ مينه وال و او دا به لومړي ځل وي چې دواړو په يوه فلم کې مرکزي رول لوبوي.

عامر خان دا مهال د خپل فلم (لال سنګ چډها) په شوټینګ بوخت دی، چې کرینه کپور ورسره مرکزي رول لوبوي او رنبیر کپور د (شمشیر) په ګډون په بېلابېلو فلمونو کار کوي.

دا هم ولولئ

شویتا سینګ: د سشانت سینګ نیمګړي ارمانونه به پوره کوم

د بالیووډ ځوانمرګ اداکار سشانت سینګ راجپوت خور وایي، چې د خپل ورو نیمګړي ارمانونه …