کورپاڼه / هنر او کلتور / د ۱۹۸۳ کال په نړیوال جام جوړ شوي فلم (۸۳) ټرېلر خپور شو
۸۳ فلم

د ۱۹۸۳ کال په نړیوال جام جوړ شوي فلم (۸۳) ټرېلر خپور شو

د هندي سینما د مشهورو اداکارانو رنویر سینګ او دپیکا پاډوکون راتلونکي فلم (۸۳) ټریلر په ټولنیزو رسنیو کې په څو ژبو کې خپور شوی دی.

دا فلم د ۱۹۸۳ کال په نړیوال جام باندې جوړ شوی دی، چې د کپیل دیو په مشرۍ هند په لومړي ځل په نړیوال جام کې اتلولي خپله کړه.

فلم د کرکټ په اړه ده او هغه مهال، چې کله په کرکټ کې یوازې سپین کالي و، د هغه مهال وخت باندې جوړ شوی دی او دا پکې ښودل شوي دي، چې د هند کرکټ ملي لوبډلې څنګه نړیوال جام کې اتلولي خپله کړه او خلکو هغه وخت کې د هند کرکټ ملي لوبډلې په اړه څه فکر کاوه.

دا فلم چې د کبیر خان له خوا جوړ شوی دی، د راتلونکې دسمبر میاشتې په ۲۴مه نېټه به په هندي، تامل، تیلګو، ملیالم او کنډا ژبو کې د هند په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شي.

د دې فلم لپاره ټولو اداکارانو ته د کرکټ ځانګړی ټرېننګ هم ورکړل شوی و، په ۲۰۱۹ کال کې د دې فلم ټریننګ پیل شوی و، چې وروسته بیا له کورونا مخکې فلم بشپړ شو، خو د کورونا له وجې تراوسه پورې نندارې ته په تمه و، خو اوس به ډېر ژر مینه وال دا فلم په سینماګانو کې ننداره کړي.

دا هم ولولئ

شاه رخ خان، سلمان خان، عامر خان او اکشی کمار

د بالیووډ مشهور اداکاران په یو فلم کې د کار کولو څومره پېسې اخلي؟

په هند کې د بالیووډ سینما یو له هغه سینماګانو څخه دی، چې په لویه …