کورپاڼه / بېلا بېل / لیونل میسي د اووم ځل لپاره هم د سرو زرو توپ وګاټه

لیونل میسي د اووم ځل لپاره هم د سرو زرو توپ وګاټه

د فوټبال د نړۍ مخکښ ستوري ارجنټایني لوبغاړي لیونل میسي د اووم ځل لپاره د کال غوره لوبغاړی شو او د سرو زرو توپ یې وګاټه.

څلور دیرش کلن لیونل میسي د ارجنټاین لپاره د (کوپا امریکا) په ګټلو کې مهم رول لوبولی و او دا د میسي د لوبېز ژوند لومړنی نړیوال ویاړ و.

لیونل میسي په روان ۲۰۲۱ کال کې ۴۰ ګولونه کړي دي، چې په دې کې یې ۲۸ د بارسلونا لپاره، ۴ د پاریس سینټ جرمین او ۸ یې ارجنټاین لپاره کړي دي.

۳۲ کلن لیونل میسي چې د یوازینۍ لوبې د څپې د بدلولو وړتیا لري، د ارجنټاین په یوه غریبه کورنۍ کې زیږیدلی او په پرله پسې هڅو یې د نړۍ د سترو لوبغاړو په منځ کې ځان ځای کړی دی.

لیونل میسي، چې په یوازې ځان لوبې ته د بدلون ورکولو وړتیا لري، د ارجنټاین په یوه غریبه او بېوزله کې کورنۍ کې زېږېدلی، خو د پرلپسې هڅو او خواریو وروسته د نړۍ د غوره لوبغاړو په کتار کې ودرېده.

میسي د یوولس کلونو په عمر کې د هارمونیکي ستونزو له تشخیص وروسته د درملنې په موخه هسپانیې ته لاړ او له هغې وروسته یې هلته د ځایي فوټبال کلب ایف سي بارسلونا سره د لوبېدو تړون وکړ.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …