کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سام بیلینګس د کال د غوره لوبغاړي په توګه قېس احمد انتخاب کړ
قېس احمد او سام بیلینګس

سام بیلینګس د کال د غوره لوبغاړي په توګه قېس احمد انتخاب کړ

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکي او ویکټ ساتونکي سام بیلینګس د کال د غوره لوبغاړي په توګه د افغانستان د ځوان ورو توپ اچونکي قېس احمد نوم انتخاب کړی دی.

د ویټالیټي بلاسټ لیګ د ټویټر له رسمي اکاونټ څخه ځینې عکسونه په ټویټر کې خپاره شوي دي او له خلکو څخه یې پوښتنه کړې ده، چې ستاسې د کال غوره بهرنی لوبغاړی څوک دی؟

د نورو خلکو د کمنټونو ترڅنګ د انګلستان مشهور کرکټر سام بیلینګس بیا د قېس احمد سره خپل ګډ عکس ورسره خپور کړی دی او د قېس احمد نوم یې هم ورسره لیکلی دی.


هغه ته په ځواب کې بېرته ویټالیټي بلاسټ د قېس احمد یوه لنډه ویډیو شریکه کړې ده، چې هغه پکې ویکټ اخیستې او د توپوهونکي کېچ هم د ویکټو تر شا ولاړ سام بیلینګس ترلاسه کړی دی.


د یادولو وړ ده چې قېس احمد او سام بیلینګس د ویټالیټي بلاسټ لیګ کې د کینټ لوبډلې سره لوبېدلي دي، قېس احمد په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې هم ښه توپ اچونه ترسره کړې او نوم یې ګټلی دی.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …