کورپاڼه / خبرونه / سعودي حکومت په عمره کوونکو نوي محدویتونه وضع کړل

سعودي حکومت په عمره کوونکو نوي محدویتونه وضع کړل

د کورونا وایروس د نوې بڼه له خپرېدو وروسته، سعودي عربستان ته د عمرې لپاره په تلونکو کسانو نوي محدودیتونه وضع شوي دي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د معلوماتو له مخې، له دې وروسته به هغه کسان، چې د سعودي عربستان لخوا منظور شوي واکسین یې تطبیق کړي، پرته له کرنتین څخه عمره ادا کولی شي.

خو هغه کسان چې د سعودي حکومت لخوا منظور شوي واکسین یې نه وي کړي، هغوی به د دریو ورځو لپاره په کرنتین کې وي. همدا راز چارواکي وايي چې هر مسلمان له چې خپل هېواد څخه سعودي عربستان ته ځي، باید دواړه ډوزه واکسین وکړي.

له بلې خوا د سعودي د ملکي او هوايي چلند ادارې، هوايي شرکتونو ته اجازه ورکړې چې هغه مسافر چې یو ډوز واکسین یې کړي وي، خو ته دې نېغ په نېغه هېواد ته راولي، چې دا د هر مسلمان لپاره تر ټولو ښه خبر ګڼل کېږي.

د سعودي د ملکي هوايي چلند ادارې د حکومت د دغه ستر اقدام په اړه ټولو هوايي شرکتونو ته په لیکلي ډول خبر هم ورکړی دی. له دې وړاندې د سعودي حکومت له ۱۸-۵۰ کلونو عمر لرونکو کسانو ته د عمرې اجازه ورکړې وه.

دا هم ولولئ

محمد نبي

پلار او زوی (نبي او حسن) په یوه لوبډله کې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ الراونډر لوبغاړی محمد نبي او د هغه …