کورپاڼه / روغتيا / آیا د غړغړې کولو له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

آیا د غړغړې کولو له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

په اوسني دور کې د شیانو لوړو بیو او ناروغیو انسان انسان په حیرانوونکي کشمکش کې اچولی، که چېرته د درملو استعمال پیل کړو نو جیب به مو هم تش وي او د خولې خوند به مو هم بد وي. که چېرته په دې صورت کې طبیعي نسخه یا غړغړه کول خورا ګټور تمامېږي.

د ستوني درد لپاره: دا نسخه له ډېر پخوا څخه تجربه شوې نسخه ده، کله چې یو څوک د ستوني درد لري، نو ډاکټر ته له تګ وړاندې سهار او ماښام د مالګې په اوبو غړغړه کول اړین وي او تر ټولو اسانه او ارزانه درملنه ده.

د حساسیت لپاره: کله چې په ستوني یا پوزه کې د یو ځانګړي ډول حساسیت له امله د زکام او درد احساس کوئ. د خپلو اهلي یا کورنیو سره د یوځای اوسیدونې له امله د حساسیت ښکار یاست، نو غړغړه کول خورا ګټور تمامېږي.

د غاښونو د روغتیا لپاره: د مالګې اوبه په خوله کې د مختلفو بکتریاو سره مقابله کوي او د خولې بکتریا د غاښونو د درد او میکروب لامل کیږي، نو که چېرته هره ورځ غړغړه کوئ نو غاښونو به مو سالم او د خولې بدبویي به مو ورکه شي.

هغه خلک چې د وینې لوړ فشار لري باید هره ورځ د مالګې اوبه غړغړه نه کړي او هغه کسان چې د خولې وچوالی لري، باید په دې پوه شي چې مالګه یې خوله نوره هم وچولی شي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …