کورپاڼه / خپلواک / محمد نبي: عزت او ذلت ورکونکى يوازې الله دى
محمد نبي

محمد نبي: عزت او ذلت ورکونکى يوازې الله دى

خپلواک وېبپاڼه (١٣ دسمبر ٢٠١٩): د افغان لوبډلې تجربه کاره الراونډر محمد نبي په خپله فېسبوکپاڼه يو پوسټ کړى دى، چې عزت او ذلت ورکونکى يوازې الله دى.

هغه ليکلي (و تعز من تشاء و تذل من تشاء) او د دغه ژباړه يې هم ورسره ليکلې ده، چې عزت او ذلت ورکونکى يوازې الله دى.

نوموړي دا پوسټ وروسته له هغې کړى دى، چې تېره ورځ ګلبدين نايب په يوه لايف ويډيو کې وويل، چې اصغر، نبي او راشد خاينين دي او دوى خپله ډله جوړه کړې ده، چې عاطف مشعل يې مشر دى او په نړيوال جام کې يې د افغانستان په نوم رشخند وهلى دى.

له دغه ويډيو وروسته نن محمد نبي، چې اوس مهال په بنګله دېش کې دى او هلته د بنګله دېش تجارتي ليګ کې د رنګپور رېنجرز لوبډلې مشري هم په غاړه لري، چې په لومړۍ لوبه کې يې شرموونکې ماته وخوړه.

خو د محمد نبي ياد پوسټ ته لاندې په زرګونو کمنټونه شوي دي او خلکو پر هغه سختې نيوکې کړي دي. د عبدالبصير سباوون په نوم يو کس ورته ليکلي دي، چې که لويي غواړې د خاورو په مثال شه، کرکټ زموږ خوشحالۍ لوبه وه له بده مرغه چې ستاسې بې اتفاقۍ زموږ دا خوشحالي په سيند لاهو کړه، الله هر چاته يو چانس ورکوي تاسې له دې چانس سمه ګټه پورته نه کړه، ستاسې عزت په اتفاق کې دى او بې اتفاقۍ مو د ذلالت کندې ته غورځوي.

دا، دې ته ورته او تر دې ډېر سخت کمنټونه هم د هغه په دغه پوسټ باندې شوي دي، خو ډېرى خلکو پر هغه سختې نيوکې کړي دي، تر دې مهاله پورې چې دغه پوسټ ٤ ساعته مخکې شوى دى ٥٧٠٠ نه زياتو کسانو پرې کمنټونه کړي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …