کورپاڼه / روغتيا / ایشېدلې هګۍ د کومو کسانو لپاره زیانمنې وي؟

ایشېدلې هګۍ د کومو کسانو لپاره زیانمنې وي؟

هګۍ د غذایي موادو غوره منبع او د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي او د خوراکي توکو کارپوهان هم په ورځني ژوند کې یې د استعمال سپارښتنه کوي.

په ورځني ژوند کې هګۍ په بیلابیلو ډولونو سره پخیږي، چې ځینې کسان یې ایشوي او ځینې بیا سره کوي. خو د خوراکي توکو پوهان وایي، چې ایشېدلې هګۍ ځینو کسانو پر روغتیا اغېزې کولی شي.

ایشېدلې هګۍ د هغه کسانو لپاره زیانمنې ګڼل کېږي، چې له وړاندې د معدې ستونزه لري، په ځانګړي توګه د معدې کمزوري او د خېټې پړسوپ او د زړه بدوالي ناروغان باید ایشېدلې هګۍ ونه کاروي.

د یادونې وړ ده چې ایشېدلې هګۍ ډېر وخت هغه کسان کاروي، چې غواړي خپل وزن کم کړي، چې بیا په دې دوران کې د معدې له سخت درد سره هم مخ کیږي.

هګۍ د بشپړې او له انرژۍ څخه د ډکې غذا په توګه پیژندل کیږي، چې په عام ډول د ټولو خلکو لپاره خورا ګټورې وي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …