کورپاڼه / هنر او کلتور / د هارون باچا (ښکلا) او د کرن خان (درشم) سندرې
کرن خان او هارون باچا

د هارون باچا (ښکلا) او د کرن خان (درشم) سندرې

د پښتو ژبې د دوه مشهورو سندرغاړو هارون باچا او کرن خان دوه نوې سندرې نن په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي، چې د ښکلې موسیقۍ ترڅنګ ورته ښکلې ویډیوګانې هم جوړې شوې دي.

د هارون باچا نوې سندره د (ښکلا) په نوم ده، چې د هغه په یوټیوب چېنل کې خپره شوې ده. د دې سندرې شعرونه محمد صدیق ننګ لیکلي دي او کمپوز یې په خپله هارون باچا جوړ کړی دی.

هارون باچا په خپله هم د ویډیو لینک په خپل فېسبوک کې خپور کړی دی او له مینه والو څخه یې هم غوښتنه کړې ده، چې د سندرې لینک دې له نورو سره هم شئیر کړي.

بلخوا سندرغاړي کرن خان د خپل نوي فلم (پریزاد) لومړنی کلام چې د (درشم) نوم ورکړل شوی دی، هم د خپل یوټیوب چېنل څخه خپور کړی دی.

هغه په فېسبوکپاڼه کې د دغه سندرې د لینک له شئیر کولو سره لیکلي دي: ((زما د نولسم البم (پریزاد) او کلام د (درشم) په نوم چې شاعري یې د کلاسیک ادب د سرلښکر خوشحال خان خټک بابا ده، هیله لرم خوښ مو شي او زما د یوټیوب او زما د فېسبوک څخه یې د ملګرو سره شریک کړئ.))

دا هم ولولئ

اکشی کمار

د اکشی کمار د (بچن پانډی) فلم د نندارې نېټه اعلان شوه

د هندي سینما د مشهور اداکار اکشی کمار د راتلونکي فلم (بچن پانډی) په سینماګانو …