کورپاڼه / روغتيا / د لېمو زړي د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې لري؟

د لېمو زړي د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې لري؟

لېمو یو له هغه خوراکي مېوو څخه ګڼل کېږي، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، خو لکه څنګه چې د لېمو ګټې زیاتې دي، په همدې ډول یې زړي هم ګټور ګڼل کېږي.

د لېمو زړي د ډېرو غذایي توکو درلودونکې وي، چې په جوړښت کې انټي اکسیدنټ، چې په بنسټیزه توګه ویټامین سي وي او سیلایلیک اسید شتون لري چې د درد د لېرې کولو وړتیا لري. دغه راز امینو اسید، پروټین او غوړ هم لري چې د روغتیا لپاره ګټور وي.

د لېمو زړي زموږ له بدن څخه زهرجن توکي خارجوي، چې د تریخ خومد سربېره بیاهم ډېرې روغتیایي ګټې لري. د لېمو په زړو کې موجود اسید د اسپرینو مهمه برخه وي چې د سر درد او نورو دردونو لپاره استعمالېږي.

ډېری ماشومان د خېټې د چیجیو ستونزې لري، چې بیا په همدې سبب یې نه یوازې هضم خرابېږي بلکې وده یې هم اغېزمنوي چې د لېمو زړي ورته ګټور وي. ددې لپاره د لېمو زړي وټکوئ بیا یې په اوبو یا شېدو کې وایشوئ او پر ماشومانو یې وڅښئ.

لېمو نه یوازې دا چې د پوستکي لپاره ګټور وي، زړي یې هم ډېر ویټامین سي لري او ویټامین سي هغه لومړني انټي اکساید دي چې پوستکی تازه ساتي. د لېمو له زړو څخه ایستل کیدونکې تېل د بکتریا ضد ځانګړتیا لري، چې د دانو لپاره ګټور وي او د میکروبونو ضد تمامېږي.

خو هغه کسان چې د قبضیت، بواسیرو، د طبیعت خرابېدل، د کولمو سوخت او د بدهضمۍ په څېر ستونزي لري، هغوی دې د لېمو له زړو ډډه وکړي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …