کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: ګرم مشروبات ذهني وړتیاوې ډېروي

څېړنه: ګرم مشروبات ذهني وړتیاوې ډېروي

د جورجیا او په نیویارک کې د کلرسن پوهنتون یو کلنه اوږدمهاله تجربه ترسره کړه، د دې تجربې موخه داده ترڅو معلومه کړي چې ګرم څښاک زموږ پر دماغي فعالیت څنګه اغیزه کوي.

په څیړنه کې برخه اخیستونکو ته ساده مشروبات ورکړل شوي چې یوازې کوکو، کافین یا دواړه یې لرل او یاهم کافین او کوکو سره ګډ شوي ول. دا یوه داسې څېړنه وه چې څېړونکې او برخه اخیستونکي په دې نه پوهېدل چې هغوی ته څه ورکړل شوي.

په دې څېړنه کې یوه بیټري هم کارولي شوې، چې د رضاکارو کسانو ادراکي فعالیت، تمرکز او طبیعت یې څېړه او هغوی ته لارښوونه وکړه چې په شپږویشت دقیقو کې د نمبرو منفي کول او طاق نمبرې ترتیب کړي او دا یې هم ورته په سکرین راوستل چې د الفبا تورو یو توري پسې کوم توری راځي.

دا تجربه پر ټولو ګډون کوونکو د مشروباتو له استعمال څخه وړاندې او وروسته ترسره او تکرار شوه او هر ځل د تجربې ترمنځ لس دقیقې وقفه هم ورکړل شوه.

د دې څېړنې پایلې وایي، چې د کوکو او کافین استعمال د ذهني یا ادراکي فعالیتونو د پیاوړتیا سبب کېږي او د هر هغه چا لپاره اړین دي چې غواړي ذهني وړتیاوي او تمرکز یې زیات شي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …