کورپاڼه / تجارتي ليګونه / په راشد خان او کی ایل راهول به په ای پي ایل کې بندېز ولګېږي؟
کی ایل راهول او راشد خان

په راشد خان او کی ایل راهول به په ای پي ایل کې بندېز ولګېږي؟

د ای پي ایل (هند تجارتي لیګ) ۲۰۲۲ کال لپاره نن (د نومبر ۳۰مه) وروستۍ ورځ ده، چې ټولې لوبډلې هغه لوبغاړي اعلان کړي، چې دوی له ځان سره ساتلي دي او پاتې لوبغاړي به بولۍ ته وړاندې کېږي، خو دوه لوبغاړو بیا د دوه لوبډلو لپاره سردردی جوړ کړی دی.

د معلوماتو له مخې، ټولو لوبډلو د لوبغاړو سره خبرې کړې دي او کوم لوبغاړي چې له ځان سره ساتي، هغوی يې معلوم کړي دي، خو راشد خان بیا د سنرایزرز حېدراباد او کی ایل راهول د پنجاب کنګز لوبډلې وړاندیز نه دی منلی او ویل کېږي چې دواړو سره د ای پي ایل نوې لوبډلې لکنو ورته وړاندیز کړی دی.

د هند کرکټ بورډ هم منلې ده، چې دوی ته په لیکلې بڼه نه، خو همداسې ورته د دواړو لوبغاړو څخه شکایت شوی دی او دوی په دې اړه څېړنې کوي، که چېرته دوی ته معلومه شوه، چې لکنوو مخکې له مخکې د راشد خان او کی ایل راهول سره اړیکې نیولي دي، نو دوی به یې پر وړاندې ګامونه پورته کړي.

د ای پي ایل د اصولو له مخې، تر څو پورې چې په رسمي ډول یوې لوبډلې کوم لوبغاړی خوشې کړی نه وي، تر هغې پورې بله لوبډله نه شي کولای چې د یاد لوبغاړي سره په خپله لوبډله کې د لوبېدو په اړه خبرې وکړي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي دي، چې د لکنوو لوبډلې کی ایل راهول ته د ۲۰ کروړه او راشد خان ته د ۱۶ کروړه هندي روپيو وړاندیز کړی دی او ورته ويلي یې دي، چې له خپلو خپلو لوبډلو سره دې نه پاتې کېږي. راشد خان د سنرایزرز حېدراباد او کی ایل راهول بیا د پنجاب کنګز لوبډلې کپتان و.

ویل کېږي، که چېرته دا خبره رښتیا شوه، چې دوی دواړو لوبغاړو د لکنوو لوبډلې له مسوولینو سره خبرې کړې دي او د هغې له وجې د خپلو لوبډلو سره نه پاتې کېږي، نو ښايي د ۲۰۲۲ کال ای پي ایل لپاره د جزا په توګه پرې بندېز ولګېږي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …