کورپاڼه / کرکټ / هندي لوبغاړي شاردل ټاکور کوژده وکړه

هندي لوبغاړي شاردل ټاکور کوژده وکړه

د هند کرکټ لوبډلې لوبډلې الراونډر لوبغاړي شاردل ټاکور له خپلې ملګرې سره کوژده وکړه. نوموړي دا خبر د خپل انستاګرام اکونټ له لارې خپور کړی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، شاردل ټاکور له خپلې ملګرې سره کوژده وکړه. هغه پر ټولنیزه رسنۍ انستاګرام د خپلې کوژدې په زړه پوري عکسونه خپاره کړي.

د شاردل ټاکور لخوا په انسټاګرام خپاره شوو عکسونو کې لیدل کېږي، چې شاردل ټاکور او د هغه کوژده د خپل ژوند په دې ځانګړې ورځ روښانه پیازي رنګه جامې اغوستي وي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Shardul Thakur (@shardul_thakur)

په عکسونو کې لېدل کېږي چې د کوژدې په ورځ شاردل ټاکور او د هغه کوژده ډېره ښکلې ښکاري او له پوسټ سره یې لیکلي دي چې:((د تلپاتې سفر پیل وشو)) او زړه او ګوتمۍ ایموجیان یې هم ور زیات کړي.

د یادونې وړ ده چې شارول ټاکور د هند لپاره ۱۵ یو ورځنۍ او ۲۲ شل اوریزې لوبو سربیره څلور ټیسټ لوبې ترسره کړي دي.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …