کورپاڼه / هنر او کلتور / ابیشیک بچن د شاه رخ خان ستاینه کړې

ابیشیک بچن د شاه رخ خان ستاینه کړې

د بالیووډ مشهور اداکار ابیشیک بچن د هندي سینما د بادشاه، شاه رخ خان د پروډیوسر په توګه غوره وړتیا په ډاګه کړه.

ابیشیک بچن پخپله وروستۍ مرکه کې د شاه رخ خان ستاینه کړې او ویلي یې دي چې:((هغه تر نه باورېدونکې حده پورې ځیرک او مرستندویه پروډیوسر دی، چې خپلو هنرمندانو او ډایریکټرانو ته فرصت ورکوي، ترڅو خپلې تخلیقي وړتیاوې وښیي.))

هغه د یوه پروډیوسر په توګه د شاه رخ خان استعداد په ګوته کړی او ویلي یې دي، د هغه غوره ځانګړتیا دا ده چې هغه د خپل فلم پر کیسه او د کیسې په بیان کونکي پوره باور لري.

د یادونې وړ ده چې اداکار ابیشیک بچن پخپل نوي جریمي فلم (باب بسواس) کې به له اداکارې چترانګدا سینګ سره یوځای راڅرګند شي.

په دې فلم کې ابیشیک بچن د یو قــــا تــل رول لوبولی، چې خپله حافظه یې بایللې وي او په دې هڅه کې وي چې بېرته خپل تېر ژوند ته ستون شي. دا فلم د سپتمبر په ۳مه خپرېږي.

دا هم ولولئ

((پریانکا تل د زیاتو اولادونو غوښتونکې وه))

د بالیووډ نړۍ د مشهورې اداکارې پریانکا چوپړا د تره لور میرا چوپړا وایي، چې …