کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د سریلانکا او ویسټ انډیز د دویمې ټیسټ لوبې دویمه ورځ پای ته ورسېده

د سریلانکا او ویسټ انډیز د دویمې ټیسټ لوبې دویمه ورځ پای ته ورسېده

د سریلانکا او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو د دویمې لوبې دویمه ورځ پای ته ورسېده او ویسټ انډیز ۱۳۵ منډې قرضداره دی.

دغه ټیسټ لوبه د ویسټ انډیز په کوربتوب په ګال کې ترسره کېږي، چې د لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

سریلانکا لوبډلې په ۶۱.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۴ منډې جوړې کړې، چې پاتوم نېسانکا ۷۳، دیموت کرونارتني ۴۲ او انجیلو متیوس ۲۹ منډې جوړې کړې.

د ویست انډیز لپاره ویراسمي پرمل غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه ویکټې ترلاسه کړې، دغه راز جومیل واریکان څلور او روسټن چیس یوه ترلاسه کړه.

ویست انډیز د دویمې ورځې تر پایه د یو لوبغاړي په سوځېدو ۲۹.۴ اورونه ولول او ۶۹ منډې لري. باید یاده کړم چې دا لوبه څو ځله د باران له امله اغېزمنه شوې ده.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …