کورپاڼه / جالب / یو سړي له واده یا نکاح (۴۱) کاله وروسته د ولیمې مراسم ترسره کړل

یو سړي له واده یا نکاح (۴۱) کاله وروسته د ولیمې مراسم ترسره کړل

د پاکستان د جیکب آباد د سیمې یو تن اوسیدونکي له خپل واده یا نکاح یو څلویښت کاله وروسته د ولیمې مراسم ترسره کړل.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د جیکب آباد د دستګیر کالونۍ د سیمې اوسیدونکۍ محمد مفید پټان له ۴۱ کاله واده وروسته د ولیمې مراسم ترسره کړل.

د دې مراسم په زړه پورې اړخ دادی چې د نوموړي د ولیمې په مرلسم کې د هغه زامنو او لمسیو ګډون کړی و.

محمد مفید پټان ۴۱ کاله وړاندې په ۱۹۸۰ کال کې له پاکستان څخه هند ته مهاجر شوی و او د اترپردیش ایالت د فرخ آباد ولسوالۍ کې د خپل تره له لور سره واده وکړ، خو د ولیمې مراسم یې ترسره نشول.

تيره ورځ د محمد مفید پټان د واده ۴۱ کاله وروسته ولیمه ترسره شوه، چې پکې نه صرف د سيمې خلکو بلکې د هغه د ۴ زامنو، ۴ لوڼو او لمسيانو په شمول ګڼ شمير خپلوانو ګډون وکړو.

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …