کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ای پي ایل د هغه لوبغاړو لیسټ چې لوبډلو له ځانونو سره ساتلي
روهیت، دهوني او کوهلي

د ای پي ایل د هغه لوبغاړو لیسټ چې لوبډلو له ځانونو سره ساتلي

د ای پي ایل (هند تجارتي لیګ) راتلونکي ۲۰۲۲ کال پړاو بولۍ به په ډېره لویه کچه ترسره کېږي، خو بیا هم هره لوبډله کولای شي چې ځینې لوبغاړي له ځان سره وساتي او نن د دغه لېسټ وروستۍ ورځ وه، چې د یو شمېر لوبغاړو نومونه اعلان شوي دي چې بېلا بېلو لوبډلو له ځانونو سره ساتلي دي.

په دې لړ کې د چینای سوپر کنګز لوبډلې مهیندر سینګ دهوني، رویندرا جډیجا، روټوراج ګایکواړ او معین علي له ځان سره ساتلي دي، کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سنیل ناراین، انډري رسل، ورون چکرورتي او وینکټیش ایر له ځان سره ساتلي دي.

د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې کین ویلیمسن، عبدالصمد، عمران ملک، د ممبۍ انډینز لوبډلې روهیت ملک، جسپریت بومرا، کیرون پولارډ او سوریا کمار ساتلي دي او د رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ویراټ کوهلي، ګلین میکسویل او محمد سراج له ځان سره ساتلي دي.

همدا راز ډیلي کاپیټلز ریشب پانټ، پریتوي شاو، اکشر پټیل او انریک نورجه، راجستان رایلز سنجو سمسون، جاس بټلر او یشسوي جېسوال او د پنجاب کنګز لوبډلې ماینک اګروال او ارشدیپ سینګ له ځان سره ساتلي دي.

د یادولو وړ ده چې د ای پي ایل دوه نوې لوبډلې هم کولای شي چې ځینې لوبغاړي د ای پي ایل له بولۍ څخه وړاندې واخلي. همدا راز راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمان چې د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې سره لوبېدل، یو هم پکې یادې لوبډلې تر دې مهاله پورې له ځان سره نه دی ساتلی.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …