کورپاڼه / روغتيا / د ژمي د موسم دا مېوه د وینې فشار کابو کوي

د ژمي د موسم دا مېوه د وینې فشار کابو کوي

نن سبا د وينې لوړ يوه عامه ناروغي ګرځېدلې ده، هغه کسان چې د وينې د فشار ناروغي، هغو بايد د یاد حالت د کابو کولو لپاره درمل وکاروي، خو ځينې خواړه هم په دې برخه کې ګټور ګڼل کېږي.

په دې نوملړ کې امرود هم شامل دی. روغتیاپالان وايي چې د ویني لوړ فشار د ناروغانو لپاره امرود ډېره ګټوره او اغېزمنه مېوه ده.

امرود یو نرم مزاج لرونکی میوه ده، چې تازه او له خوند څخه ډکه ده، د دې مېوې په جوړښت کې ویټامین ای او د سي سربیره کلسیم هم شته، چې د ناروغیو په وړاندې دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

د خوراکي توکو پوهان وايي چې په امرود کې موجود مواد د وینې د جریان په کمولو سره توازن رامنځته کوي، چې د وینې له لوړ فشار څخه په ژغورنه کې مرسته کوي.

سربیره پر دې امرود یو شمېر ویټامینونه لري چې د بدن په سالم یا روغ ساتلو کې مرسته کوي او د زړه د ناروغیو لپاره هم ګټوره مېوه ده. همدا راز د پوستکي ساتنه هم کوي او هضم او وزن په کمولو په برخه کې مرستندویه تمامېږي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …