کورپاڼه / هنر او کلتور / د بارباډوس نوي حکومت تورپوستې سندرغاړې رېحانه خپله ملي اتله اعلان کړه
رېحانه

د بارباډوس نوي حکومت تورپوستې سندرغاړې رېحانه خپله ملي اتله اعلان کړه

د بارباډوس حکومت وروسته له هغې، چې د برېتانیې څخه یې خپلواکي ترلاسه کړه او د برېتانیې ملکه یې د حکومت له مشرۍ لیرې کړه او یو نوی پړاو یې پیل کړ، ورسره سم یې تورپوستې سندرغاړې رېحانه د خپل هېواد ملي اتله هم اعلان کړه.

د بارباډوس لومړي وزیر میا موتلي اعلان وکړ، چې ۳۳ کلنه بارباډوسۍ سندرغاړې رېحانه د دوی د هېواد ملي اتله ده، د هغې د ملي اتلولۍ لپاره مراسم هم نیول شوي و.

رېحانه یوه میلیاردره سندرغاړې ده، چې د بارباډوس د ملي اتلې په توګه له اعلان وروسته ورته د بېلا بېلو خلکو له خوا د مبارکۍ پېغامونه هم ورکول کېږي.

موتلي، اغلې رېحانې ته په خپله وېنا کې وویل، چې لکه د الماسو په څېر نوره هم وځلېږې، د خپلو کارونو او عمل له لارې خپل ملت ته نور ویاړونه هم راوړه. نوموړي د هغې ډېره ستاینه وکړه او وې ویل چې رېحانه داسې څوک ده، چې باید نوی ځوان نسل یې لار تعقیب کړي.

د یادولو وړ ده چې رېحانه، چې خپل پوره نوم یې روبین رېحانه فینټي دی، په بارباډوس کې زېږېدلې او په بریج ټاون کې لویه شوې ده، خو وروسته بیا امریکا ته تللې او هلته یې د موسیقۍ کیریر پیل کړی دی. نوموړې په ډېر لږ وخت کې زیات شهرت ترلاسه کړ او د نړۍ په کچه یوه پېژندل شوې سندرغاړې شوه، هغه اوس د سندرو ترڅنګ کاروبار هم کوي چې د کالیو او کاسمیټیکس کاروبار یې مشهور دی.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …