کورپاڼه / هنر او کلتور / انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده هیله څرګنده کړه

انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده هیله څرګنده کړه

هندي اداکار انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده کولو هیله څرګنده کړې ده. هغه دا هیله هغه مهال څرګنده کړه، کله چې له سنجي دت او کنګنا رناوت سره یوځای د کرن جوهر (کافي ود کرن) په خپرونه کې میلمانه ول.

د بالیووډ وتلی ستوری انیل کپور، چې په ډېر عمر کې اوس هم ځوان ښکاري، نه یوازې دا چې د اداکارۍ عالي مهارتونه لري بلکې د طنز او ټوکو حس هم خورا زیات دی.

د یادې خپرونې پرمهال کرن جوهر له انیل کپور څخه پوښتنه وکړه، هغه کومه میرمن ده، د کومې لپاره چې انیل کپور خپله میرمن سنیتا کپور هم پرېښودلی شي؟

انیل کپور د کرن جوهر د پوښتنې په ځواب کې سمدلاسه کنګنا رناوت ته اشاره وکړه او د هغه نوم یې واخیست او بیا یې وویل آیا دا حیرانتیا نه ده؟

د انیل کپور د ځواب له اورېدو وروسته کرن جوهر هم کنګنا رناوت ته مشوره ورکړه، زه باوري یم چې د دې ځواب له اورېدو وروسته باید کنګنا په دې اړه فکر وکړي.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …