کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې د واسیلین ډېر استعمال زیانمن وي

په ژمي کې د واسیلین ډېر استعمال زیانمن وي

د ژمي په راتګ سره په ډېرو کورونو کې د واسیلینو استعمال ډېرېږي او کاروونکي یې دې ته نه ګوري چې پوستکی یې سپور دی او یا میک آپ یې کړی. لکه څنګه چې موږ او تاسې هم له واسیلینو ډېره ګټه اخلو، نو اړینه ده چې له زیانونو یې هم خبر شو.

زخم نه ښه کوي: کله چې پوستکی زخمي شي، نو په داسې حالاتو کې له واسلینو ګټه اخلو، خو په دې نه پوهېږو چې د واسیلینو په جوړښت کې موجود سایکلک چین انزایمونه زخم نمجن ساتي او نه پرېږدي چې ژر ښه شي، نو د زخم د ښه والي په موخه یې له کارولو ډډه وکړئ.

پوستکی خرابوي: هسې خو په عام ډول منل شوې چې د واسیلینو په استعمال سره پوستکي صفا کېږي او ښکلا مومي، چې تر یوه حده حقیقت هم دی، خو د واسیلینو په جوړښت کې موجود هایډروکاربن پوستکی نه شي جذبولی او د سترګو پر سطحه پاتې کېږي، چې بیا یې ښکلا له منځه وړي.

د سږو ستونزې: ځینې خلک د هر شي د بویولو عادت لري، خو که واسیلین بوی شي، نو په سږو اغېزې ښېندي او سبب یې هم په واسیلینو کې د ساینکل مرکبونه دي، چې سږې اغېزمنوي.

د ښځو هورمونونه: د واسیلینو په ډېر استعمال سره د ښځو هورمونونه یعنې ایسټروجن بې نظمه کېږي، چې بیا یې په میاشتني مرض کې هم بې نظمي، د پوستکي زړېدل، شنډېدل، حساسیت او د دفاعي سیستم د خرابوالي ستونزې رامنځته کېږي، چې سبب یې په واسیلینو کې د (xenoestrogens) شتون په ګوته شوی.

د اکسیجن ډېروالی: په واسیلینو کې د اکسیجن اندازه ۲۔۱ تناسب سره وي، چې پر پوستکي یې ډېر استعمالول، د پوستکي نمي ختموي او تازه یې نه پرېږدي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …