کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ د کورني سیالیو د لوبغاړو فیسونه ۴۰ سلنه زیات کړل
د افغانستان کرکټ بورډ

کرکټ بورډ د کورني سیالیو د لوبغاړو فیسونه ۴۰ سلنه زیات کړل

د افغانستان کرکټ بورډ د لیسټ اې او لومړۍ درجه لوبو کې د لوبغاړو د لوبو د فیسونو زیاتول منظور کړي دي، چې ۴۰ سلنه زیاتوالی یې پکې راوستی دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکینی لوبغاړی شبیر نوري، چې اوس یوازې په کورنیو سیالیو کې لیدل کېږي، په دې اړه یې په خپله فېسبوکپاڼه کې د مننې پوسټ کړی دی.

نوموړي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: ((افغان کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ نوی مشرتابه د هېواد اقتصادی ستونزو او د کورنی کرکټ لوبغاړو اړتیا ته په کتو سره د لیسټ ای او لمړی درجه لوبو میچ فیس کې 40% زیاتوالی منظور کړو.))

هغه د کرکټ بورډ څخه مننه کړې ده او لیکلي یې دي: ((کور یې ودان چې لوبغاړو اساسی ستونزو ته رسیدګی کوی، په فیسونو کې زیاتوالی به تر ‌‌‌‌‌‌ډير حده د لوبغاړو مالي ستونزی حل کړی. د کرکټ پيسی باید په کرکټ مصرف شی نه د تېر په شان هسی په تشریفاتی شیانو. اوس چې مسلکی او وړ کس یې مشر شوي حتمي به مثبت تغیر راځی..انشاالله))

د یادولو وړ ده چې په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي، خو یوازې شبیر نوري یې په اړه باندې پوسټ کړی دی.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …