کورپاڼه / جالب / د هګیو ژېړ به مو لېدلي وي خو د هګیو تور به مو حیران کړي+ویډیو

د هګیو ژېړ به مو لېدلي وي خو د هګیو تور به مو حیران کړي+ویډیو

پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې حیرانوونکې ویډیو خپره شوې، چې پکې د قاز مرغۍ له هګۍ د ژېړو پرځای تور ترلاسه شوي، یعنې د هګیو ژېړ یې د ژېړو پرځای تور رنګه ول.

هګۍ یوه غوره غذا ده او په هر کور کې خوړل کېږي، چې ځینې نیمه پخته، چې ژېړ خام وس او ځینې یې په بشپړ ډول پخه شوې خوري. په همدې لړ کې یو چينايي وګړي هم د سهار په ناشته کې د هګۍ خوړلو نيت درلود او د همدې لپاره يې هګۍ مات کړه.

کله چې چینایي وګړي د هګیو ژېړو ته وکتل نو حیران شو، ځکه چې د هګیو ژېړ په غېر عادي ډول د ژېر پرځای تور رنګ درلوده.

یاد شخص د هګۍ عکسونه او ویډیو پر ټولنیزه رسنۍ خپاره کړل او ورسره یې لیکلي دي چې دا هګۍ سرمیي رنګ قاز اچولې، چې د ژېړو رنګ یې تور دی او د نورو قازانو د هګیو د ژېرو رنګ پخپل عادي ژېړ رنګ کې دي.

راپور زیاتوي، چې د هګۍ د ژېړو د تور رنګ پرته نور هیڅ توپیر نلري، سپین او خوشبو یې هم سمه ده. همدا راز یو چینایي ساینسپوه نی ژو له یاد شخص څخه دا هګۍ وړې، ترڅو معلومه چې د تور رنګ راز یې معلوم کړي.

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …