کورپاڼه / روغتيا / د لوبیا استعمال کومې روغتیایي ستونزې حل کوي؟

د لوبیا استعمال کومې روغتیایي ستونزې حل کوي؟

حبوبات زموږ د ورځني خوراک اړینه برخه ده او بې شمېره ګټې هم لري، په دې کې ځینې حبوبات داسې هم دي چې بې شمېره غذایي مواد لري او لوبیا له همدې جملې څخه ده. لوبیا ډېره لږه کالوري او په زیاته اندازه اړین غذایي مواد لري.

لوبیا پخپل جوړښت کې په زیاته اندازه پوتاشیم لري، چې د زړه او شریانونو اړوند ناروغیو خطر کموي. همدار راز د پوتاشیم شتون یې د وینې فشار کابو ساتي، چې بیا د زړه د حملې او فلج ناروغیو خطر کموي.

لوبیا د پروټین یوه ښه منبع ده چې د پوستکي، نوکانو، ویښتانو او عضلاتو د پیاوړتیا لپاره خورا ګټور وي او ترڅنګ یې د عمر په زیاتېدو سره پر حجرو اغېزې هم کموي.

لوبیا د ویټامین ای په درلودلو سره د سترګو دید ته ګټور وي او د فایبرو شتون یې د هضم لپاره ګټور وي او د قبضیت له ستونزو خوندیتوب واقع کوي او همدا فایبر وزن ډېرېدو ته هم نه پرېږي او د وینې د شکر کچه هم برابره ساتي.

که چېرته د وینې له کمښت سره مخ یاست نو لوبیا وخورئ ځکه دا خوراکی توکی پخپل جوړښت کې اوسپنه لري. بل لوري ته د عمر په ډېرېدو د هډوکو حجم کمېږي او د ماتېدو خطر یې زیاتېږي، خو لوبیا د کلسیم، فاسفورس، پوتاشیم، میګنیزیم او سودیم په شتون کې د هډوکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …