کورپاڼه / روغتيا / د شنډېدو طبیعي ستونزې څه کېدلی شي؟

د شنډېدو طبیعي ستونزې څه کېدلی شي؟

زموږ په ټولنه کې د واده کولو تر ټولو لویه موخه د اولاد پیدا کول دي او رښتیا هم دا دي چې له واده وروسته هره میرمن غواړي چې غېږه یې ډکه وي.

د شنډېدو ستونزې له واده وړاندې هم ښکاره کېږي، چې بېلابېل لاملونه لري، د یوې نجلۍ د پالنې پرمهال اړینه ده چې خوراک او روغتیا ته یې پاملرنه وشي. خو د شنډېدو یوازې تر ښځو محدودې ندي، بلکې په هرو درېیو نارینه وو کې یو نارینه په یو نه، یو لامل له یادې ستونزې مخ وي، ځکه چې سګریټ څکول، کیمیاوي خوراک او په ګړندي سرعت موټر چلونه یې له سببونو څخه دي.

د حمل په واقع کېدو کې عمر ډېر مهم رول لوبوي، په نارینه و کې له پنځه دیرش کلنۍ وروسته ستونزې پیدا کېږي او په ښځو کې د عمر ډېرېدل ډېر مهم وي. هغه میرمنې چې د لږ عمر لرونکي وي د مور کېدو امکانات یې هم ډېر وي او تر دیرش کلنۍ پورې یې امکانات یوازې دیرش سلنه وي او په څلویښت کلنۍ کې لس سلنو ته راښکته کېږي.

کله چې شنډېدل اوږدمهالي او د درملنې په ذریعه ستونزې حل کېږي، بیاهم په میرمنو کې دننه د ژوندیو بچیانو د زېږون کچه کمه وي. که چېرته په کم عمر کې واده وشي نو د حمل لپاره دوه کاله انتظار غوره دی، که چېرته د میرمنې عمر پنځه دیرش کاله وي او په څو میاشتو کې حمل واقع نشو، نو باید ډاکټر ته مراجعه وشي.

که چېرته له واده وړاندې نجونو وزن ډېرېده، پر مخ یې ویښتان ول، د سر ویښتان یې توییدل او اشتها یې ګډه وډه وه، په مخ یې ځوانکې ډېرې وې، نو ژر یې ډاکټر ته ورسوئ. ځکه دا ستونزې د حیض ستونزې رامنځته کوي، چې بیا په شنډیدو بدلېږي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …