کورپاڼه / هنر او کلتور / کترینه کیف له واده وړاندې عالیه بټ شاته پرېښوده

کترینه کیف له واده وړاندې عالیه بټ شاته پرېښوده

د بالیووډ فلمي ستورې کترینه کیف له خپل واده وړاندې خپلې ملګرې اداکارې عالیه بټ ته ماتې ورکړه او پر ټولنیزه رسنۍ انستاګرام یې د مینه والو شمېر زیات شو.

کترینه کیف، چې په نږدې ورځو کې یې د واده آوازې دي، په رسمي انستاګرام اکونټ ۵۷.۴ میلونه کسانو تعقیب یا فالو کړې ده، چې په دې سره یې عالیه بټ ته په آسانۍ سره ماتې ورکړه.

بل لوري ته عالیه بټ پخپله انستاګرام اکونټ ۵۷.۱ میلونه مینه وال لري. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په جنورۍ کې د کترینه کیف مینه وال له عالیه بټ څخه کم ول، یعنې ۴۶ میلونه مینه وال یې لرل.

د کترینه کیف مینه وال هغه وخت زیات شول، کله چې یې د ویکي کوشال سره د واده آوازې خپرې شوې. که د کترینه کیف انستاګرام اکونټ ته نظر واچول شي نو هغې یوازې ۴۷۹ تنه تعقیب کړي او ۹۴۴ پوسټونه یې کړي.

د یادونې وړ ده، د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، کترینه کیف به د دسمبر په نهمه په راجستان کې له اداکار ویکي کوشال سره واده وکړي او د دسمبر په اوومه او اتمه به یې د نکریزو او موسیقۍ مراسم ترسره شي.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …