کورپاڼه / بېلا بېل / رونالډو هغه دعوې رد کړې، چې هغه به هله تقاعد اخلي چې له میسي ډېرې جایزې وګټي

رونالډو هغه دعوې رد کړې، چې هغه به هله تقاعد اخلي چې له میسي ډېرې جایزې وګټي

د پرتګال او فوټبال نړۍ ستوري لوبغاړي کریسټیانو رونالډو ټولې هغه دعوې رد کړې، چې له مخې یې ویل کېدل، رونالډو تر هغې تقاعد نه اخلي تر هغې چې د میسي هومره د سرو زرو توپونه او جایزې یې نه وي ګټلې.

تېره ورځ د بارسلونا پخواني او پي ایس جي اوسني فارورډ لیونل میسي د اووم ځل لپاره د سرو زرو د توپ جایزه وګټله، په داسې حال کې ده چې رونالډو دا جایزه پنځه ځلې ګټلې ده.

په دې تړاو د فرانسې د فوټیال مجلې اجراییوي رییس دعوه کړې، چې پر وینا یې رونالډو ورته ویلي چې تر ټولو لویه هیله یې د میسۍ ریکارډ ماتول او د سرو زرو توپونو ګټل دي او له هغې وروسته به تقاعد اخلي.

خو رونالډو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دا دروغ دي او زما له نوم څخه یې په ګټې اخیستنې ځان مشهوروي. هغه زیاتوي چې دا ډېره نه باورېدونکې ده چې د سرو زرو توپ ورکونکی شخص دې دا ډول دروغ ووایي.

رونالډو همدا راز ویلي چې زما لویه هیله داده چې د خپل هېواد او کلب لپاره نړیواله اتلولي وګټم او نوم یې د تاریخ په طلایي تورو ولیکل شي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …