کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان راتلونکې اوونۍ د (ټایګر۳) فلم شوټینګ پیلوي

سلمان خان راتلونکې اوونۍ د (ټایګر۳) فلم شوټینګ پیلوي

د بالیووډ وتلی ستوری سلمان خان چمتو دی چې راتلونکې اوونۍ د (ټایګر۳) فلم شوټینګ پیل کړي. نوموړي په دې وروستیو کې د (انتم) فلم په خپرولو سره مینه والو ته زېری ورکړ.

اوس هندي رسنۍ وايي چې سلمان خان چمتو دی چې راتلونکې اوونۍ د خپل فلم (ټایګر۳) شوټینګ بیا پیل کړي. د یادولو ده چې د ټایګر ۳ فلم شوټینګ روانه میاشت ځنډول شوی و.

په دې اړه هندي رسنیو ویلي و، چې د فلم شوټینګ د شاه رخ خان له امله ځنډول شوی دی، ځکه چې نوموړی به هم په دغه فلم کې لنډ رول ادا کړي، خو هغه د خپلو ټولو فلمونو شوټینګ د څه مودې لپاره ځنډولی و.

داسې ویل کېده چې شاه رخ خان د خپل زوی آریان خان له خوشې کېدو وروسته غوښتل یو څه وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړي او له همدې امله یې د څه مودې لپاره د کار کولو اراده نه درلوده.

په دې لړ کې سلمان خان هم له شاه رخ خان سره ملګرتیا وپالله او د هغه په غوښتنه یې د خپل فلم شوټنګ وځنډاوه.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …