خپلواک وېبپاڼه (۱۴ دسمبر ۲۰۱۹): د هندي سينما نامتو پخواني ستوري دليپ کمار چې په هند کې به ورته (شهنشاه جذبات) د جذبو پاچا هم ويل کېدل، د دسمبر په ۱۱مه نېټه يې ۹۷ زيږ کليزه وه، چې د نړۍ له بېلا بېلو برخو ته ورته خلکو مبارکي ورکړه.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغه مناسبت سره په ټويټر دليپ کمار ته د ۹۷ کلنې زيږ کليزې مبارکي ورکړه. د حامد کرزي دغه ټويټ دليپ کمار بېرته ريټويټ کړی او ورته يې په پښتو او دري ژبه کې ځواب ورکړی دی.
دليپ کمار حامد کرزي ته بېرته ليکلي دي، چې مننه او خدای ج درته برکت درکوي. همدا راز په پېښور کې ځينو کسانو بيا د دليپ کمار کليزه لمانځلې ده، چې هغه پوسټ هم دليپ کمار ريټويټ کړی او په پښتو کې يې ورته ځواب ليکلی دی او همدا راز پوښتنه يې هم ترې کړې ده، چې کېک څنګه و.
متشکرم. باشد که خداوند همیشه شما را بیامرزد.
مننه او خدای ج درته برکت درکوي. @KarzaiH https://t.co/1A8ZmJeva9
— Dilip Kumar (@TheDilipKumar) December 12, 2019
دليپ کمار چې د هند سينما ته يې بدلون ورکړی و او لومړنی داسې اداکار و چې هندي سينما يې په خپلو پښو ودروله، ځکه هغه داسې جذباتي کردارونه ولوبول، چې اوس هم په هندي سينما کې يادول کېږي.
دليپ کمار په ناوېشلي هندوستان کې په پېښور کې زېږېدلی و، هغه پښتون دی او خپل اصلي نوم يې يوسف خان دی، چې وروسته هندي فلمونو ته له ورتګ نه يې بيا نوم دليپ کمار شو.
نوموړی چې اوس د ۹۷ کلونو شو، له ډېرې مودې راهيسې ناروغ دی، څو څو ځل د هغه د مړينې اوازې هم خپرې شوې دي، خو وروسته بيا رد شوي او د هغه د روغتيا په اړه خلکو ته ډاډ ورکړل شوی دی.