کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ای پي ایل کې کومې لوبډلې کوم لوبغاړی په څو له ځان سره وساته؟ او پاتې څومره پېسې لري؟
ویراټ کوهلي، کین ویلیمسن، روهیت شرما او مهیندر سینګ دهوني

ای پي ایل کې کومې لوبډلې کوم لوبغاړی په څو له ځان سره وساته؟ او پاتې څومره پېسې لري؟

د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) د ۲۰۲۲م پړاو لپاره پرون وروستۍ ورځ وه، چې لوبډلو له ځان سره لوبغاړي ساتلی شول او پرون ټولو لوبډلو د هغه لوبغاړو نومونه اعلان کړل، چې یې له ځان سره وساتل او د پېسو معلومات یې هم شریک شول، چې کوم لوبغاړی په څو هندي روپيو دغه لوبډلو له ځان سره ساتلي دي.

چینای سوپر کنګز: د چینای لوبډلې رویندرا جډیجا په ۱۶ کروړه، مهیندر سینګ دهوني په ۱۲ کروړه، معین علي په ۸ کروړه او روټوراج ګایکواړ په ۶ کروړه روپیو له ځان سره وساتل، چې ټولې یې ۴۲ کروړه هندي روپۍ مصرف شوې او په بولۍ کې د نورو لوبغاړو د اخیستو لپاره ۴۸ کروړه هندي روپۍ لري.

ډیلي کاپیټلز: ډیلي لوبډلې ریشب پانټ په ۱۶ کروړه، اکشر پټیل په ۹ کروړه، پریتوي شاو په اووه نیم کروړه او انریک نورجه په شپږ نیم کروړه روپۍ له ځان سره وساتل چې ټولې یې ۳۹ کروړه هندۍ روپۍ مصرف شوې او ۵۱ کروړه هندي روپۍ ورسره پاتې دي.

کلکته نایټ رایډرز: د کلکتې لوبډلې انډري رسل په ۱۲ کروړه، ورون چکرورتي په ۸ کروړه، وینکټیش ایر په ۸ کروړه او سنیل ناراین په ۶ کروړه روپيو له ځان سره ساتلي دي، دوی ۴۲ کروړه روپۍ مصرف کړي دي او د بولۍ لپاره ۴۸ کروړه روپۍ لري.

ممبۍ انډینز: ممبۍ لوبډلې روهیت شرما په ۱۶ کروړه، جسپریت بومرا په ۱۲ کروړه، سوریا کمار یادو په ۸ کروړه او کیرون پولارډ په ۶ کروړه روپۍ له ځان سره ساتلي دي، دوی ۴۲ کروړه روپۍ مصرف کړې او د بولۍ لپاره ورسره ۴۸ کروړه روپۍ لا هم شته.

پنجاب کنګز: د پنجاب لوبډلې ماینک اګروال په ۱۲ کروړه او ارشدیپ سینګ په ۴ کروړه اخیستي دي، چې دا ټولې ۱۶ کروړه روپۍ کېږي خو دوی ۱۸ کروړه مصرف کړي دي او د بولۍ لپاره بیا ورسره ۷۲ کروړه روپۍ شته دي.

راجستان رایلز: د راجستان لوبډلې سنجو سمسون په ۱۴ کروړه، جاس بټلر په ۱۰ کروړه او یشسوي جېسوال په ۴ کروړه روپۍ له ځان سره ساتلي دي، دوی ۲۸ کروړه روپۍ مصرف کړي دي او د بولۍ لپاره ورسره ۶۲ کروړه روپۍ نورې هم شته.

رایل چېلنجرز بېنګلور: د بېنګلور لوبډلې ویراټ کوهلي په ۱۵ کروړه، ګلین میکسویل په ۱۱ کروړه او محمد سراج په ۷ کروړه روپۍ له ځان سره ساتلي دي، دوی ۳۳ کروړه روپۍ مصرف کړې او د بولۍ لپاره ۵۷ کروړه روپۍ نورې هم لري.

سنرایزرز حېدراباد: د حېدراباد لوبډلې کین ویلیمسن په ۱۴ کروړه، عبدالصمد په ۴ کروړه او عمران ملک په ۴ کروړه روپۍ له ځان سره ساتلي دي، دوی ۲۲ کروړه روپۍ مصرف کړي دي او ۶۸ کروړه روپۍ ورسره د بولۍ لپاره پاتې دي.

همدا راز د لکنو او احمداباد دوه نورې لوبډلې هم په ای پي ایل کې زیاتې شوې دي، چې دوی هم هره لوبډله ۹۰-۹۰ کروړه هندي روپۍ لري، چې په بولۍ کې پرې لوبغاړي واخلي.

د یادولو وړ ده چې راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمان چې د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې سره لوبېدل، یو هم له ځان سره نه دي ساتلي، راشد خان نه غوښتل چې له حېدراباد سره پاتې شي او دا یې غوره وګڼله چې بولۍ ته وړاندې شي، هغه د شل اوریزو لوبو د نړۍ یو له غوره لوبغاړو څخه دی او ښايي په نوموړي باندې سږکال ستره بولي د څو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …