کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان د پېسو له وجې د سنرایزرز حېدراباد لوبډله نه ده پرېښې
راشد خان

راشد خان د پېسو له وجې د سنرایزرز حېدراباد لوبډله نه ده پرېښې

د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) کې راشد خان په لومړي ځل د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې په بولۍ کې د ۹ کروړه هندي روپیو په بدل کې واخیست او ۵ کاله د همدغه لوبډلې سره پاتې شو، چې په ډېرو لوبو کې یې مهم کردار لوبولی دی.

د راپورونو له مخې، ویل کېدل چې راشد خان له حېدراباد لوبډلې نه غوښتنه کړې وه، چې د لومړي لوبغاړي په توګه یې له ځان سره وساتي، خو د حېدراباد لوبډلې مسوولینو هغه د دویم لوبغاړي په توګه له ځان سره ساتل غوښتل او د ۱۲ کروړه هندي روپیو وړاندیز یې ورته کړی و، چې راشد خان ونه مانه.

خو بلخوا د حېدراباد لوبډلې اجراییه رییس هم ویلي دي، چې راشد خان په خپله خوښه وغوښتل چې هغه غواړي سږکال بولۍ ته وړاندې شي، نو ځکه د حېدراباد لوبډله دې هغه خوشې کړي.

اوس د انسایډ سپورټ وېبپاڼې د راشد خان د یوې نږدې سرچینې له قوله لیکلي دي، چې خبره د پېسو نه ده، راشد خان د لږو پېسو لپاره د حېدراباد سره د پنځه کلونو تړون نه دی ختم کړی، راشد خان ډېر جذباتي دي او هغه کرکټ یوازې د پېسو لپاره نه کوي، هغه غواړي چې د خپلې لوبډلې لپاره بریاوې خپلې کړي. راشد خان له دې وجې حېدراباد پرېښی دی، چې د کومې نوې لوبډلې څخه وړاندیز ترلاسه کړي، د نوې سټراټیژۍ او نوې هوا سره نوي چېلنجونه وګوري، تر څو خپل ځان لا ښه کړي.

همدا راز راشد خان په خپله هم په ټویټر کې یو ټویټ کړی دی او د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې سره خپل سفر یې ښه یاد کړی دی او له مینه والو څخه یې هم مننه کړې ده.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …