کورپاڼه / کرکټ / په کرکټ کې یو نوی لیګ په نوې بڼه رامنځته کېږي

په کرکټ کې یو نوی لیګ په نوې بڼه رامنځته کېږي

خبر دی چې په کرکټ کې به یو نوی لیګ په نوي بڼې یا فارمیټ سره، چې ناینټي (۹۰) باش به د راتلونکې کال په میې او جون میاشتو کې د متحده عربي اماراتو په شارجه کې ترسره شي.

د رسنیو د راپور له مخې، په کرکټ کې یو بل نوښت هم رامنځته شو او د ناینټي باش لیګ به د راتلونکې کال په میې او جون کې په شارجه کې ترسره شي. دا فارمیټ به نوي بالیز یعنې په نوي توپونو مشتمل وي او نړیوال لوبغاړي به پکې ولوبېږي.

راپور زیاتوي چې د دې ډول ټورنمنټ ترسره کول باوري شوي او د عربي اماراتو کرکټ بورډ رییس او د یاد هېواد وزیر شیخ نهیان بن مبارک ال نهیان لخوا منظور شوی دی.

اوس به شارجه نړیوال کرکټ ته نوی رنګ ورکوي او په ناینټي باش سیالۍ به په دې برخه کې غوره اضافه وي او دې لیګ ته چمتوالی روان دی.

د یادونې وړ ده، چې یاد هېواد له دې وړاندې د ابوظهبۍ لس اوریزې سیالۍ هم رامنځته کړې، چې ګڼ شمېر مینه وال لري او اوسمهال هم دوام لري، چې وروستي پړاو ته رسېدلي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …