کورپاڼه / روغتيا / که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو ستونزو سره مخ دي، چې بیا همدا تیږي د ګردو فعالیتونه اغېزمنوي او همالته راټولېږي.

کله چې د ګردو تیږه د ناروغ له بدن څخه وځي نو د سخت درد احساس کوي، ځکه چې دا عمل ډېر ورو خو دردونکی وي. ډاکټران د ګردو د تیږو درملنه عملیات ښیي خو ځینې داسې خوراکي توکي شته چې د ګردو له تیږو مو ژغورلی شي.

که چېرته تاسې هم یاده ستونزه لرئ نو دا نسخه مو ترې ژغورلی شي. روغتیاپالان وایي، چې د لېمو اوبه، د زیتون تېل او د اوربشو له اوبو تیاره شوې نسخه مو د ګردو تیږي ماتوي.

روغتیاپالان زیاتوي کله چې د ګردو تیږي ماتې شي نو بیا په ډېرې آسانۍ سره له بدنه وځي. د دې لپاره سل ملي لیتره د زیتون تېل، سل ملي لیتره د اوربشو اوبه تو د لېمو اوبه سره ښې ګډې کړئ او هره ورځ سهار یې په نهاره پنځوس ملي لیتره استعمال کړئ.

که چېرته په منظم ډول استعمال شي نو څلور یا پنځه ورځې وروسته به د متیازو ډېر ژېړ شي، چې مطلب یې دادی چې نسخې کار شروع کړی او تقریباً اته ورځو کې به ستونزه حل کړي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …