کورپاڼه / اسلام / د قران کریم دا آیت وظیفه وګرځوئ او ستونزې مو حل کړئ

د قران کریم دا آیت وظیفه وګرځوئ او ستونزې مو حل کړئ

په عام ډول به مو اورېدلي وي چې غم او خوشحالي خور او ورور دي، یعنې په ژوند کې غم هم راځي او خوشحالي هم، خو موږ باید له دې غمونو او اندیښنو ونه وېرېږو او کله چې له کومې ستونزې سره مخ شو نو خپل درد او غم باید یوازې الله تعالی ته بیان کړو.

الله تعالی د غمونو او اندیښنې په تړاو په سورت الکهف کې فرمایلي، چې الله تعالی د هغه په نومونو سره فریاد وکړئ یا مرسته وغواړئ او د الله تعالی دوه (یا قادر، یا نافع) ډېر اغېز لري او که په اخلاص ولوستل شي نو هر حاجت پوره کوي.

که چېرته یوه میرمن غواړي چې د خپل خاوند مینه ترلاسه کړي، هغوی لپاره د سورت یاسین یو آیت لوستل ان شاءالله ګټور تمامېږي او که خاوند یې ولولي نو خپله میرمن به د ځان تابع کړي.

دا ډېره آسانه وظیفه ده او که غواړئ یو بل ته مو زړه کې مینه پیدا شي نو سر له ننه پرې عمل وکړئ او پایله یې وګورئ.

د وظیفې لپاره د سورت یاسین هر مبین:((حَسبُنَا الله وَنعم الوَکِیل نعم المَولیٰ وَنعم النَصَیرُ)) ۴۵۰ ځلې ولولئ او اوه ورځې وظیفه وکړئ او د وظیفې په اول او اخر کې درې ځلې درود شریف ولولئ. که چېرته سورت قریش یو ځلې ولولئ نو که چېرته په خوراک کې زهر هم ګډ شوي وي، نو اغېز نشي کولی.

دا هم ولولئ

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي اوه کارونه مه کوئ

حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه روایت کوي، کله چې یو قوم دغه پنځه …