کورپاڼه / هنر او کلتور / د کترینه کیف او ویکي کوشل د واده ګډون کوونکو لپاره ځانګړی تړون چمتو شوی

د کترینه کیف او ویکي کوشل د واده ګډون کوونکو لپاره ځانګړی تړون چمتو شوی

د بالیووډ اداکارې کترینه کیف او ویکي کوشل په واده کې د ګډون کوونکو میلمنو لپاره ځانګړی تړون چمتو شوی. د دې ځانګړي تړون معلومات پر رسنیو خپاره شوي دي:

۱- هیچا ته به په واده کې د ګډون په اړه نه ویل کیږي. ۲- په واده کې به عکسونه نه اخیستل کیږي. ۳- په ټولنیزو رسنیو کې د عکسونو خپرولو لپاره هیڅ اجازه نشته.

۴- د واده بلنلیک به په ټولنیزو رسنیو ته نه اچول کیږي. ۵- د واده میلمانه نشي کولی چې د مراسمو تر ختمېدو بهر چا سره اړیکه ونیسي. ۶- د واده ټول عکسونه به یوازې د واده پلان جوړونکي په اجازې خپرېږي. ۷- په واده کې هیڅ ویډیو کولو ته اجازه نشته.

د یادونې وړ ده، چې د کترینه کیف او ویکي کوشل لپاره چمتوالی روان دی. د دواړو د واده مراسم به د راجستان په ایالت کې ترسره کړي او خوړه به په ممبۍ کې ورکړل شي، چې بلنلیکونه له اوسه ورته ویشل کېږي.

بل لوري ته هندي چارواکو اندیښنه څرګنده کړې چې ښایی د کرونا نوې بڼې په سبب میلمانه ګډون ونکړي، خو بل لوري ته کترینه او ویکي د میلمنو شمېر کم کړی.

دا هم ولولئ

اکشی کمار

د اکشی کمار د (بچن پانډی) فلم د نندارې نېټه اعلان شوه

د هندي سینما د مشهور اداکار اکشی کمار د راتلونکي فلم (بچن پانډی) په سینماګانو …