کورپاڼه / کرکټ / پارتیو پټېل: ویرات کوهلي د رایلز چیلنجرز بېنګلور په ګټه خپلې پیسې کمې کړې

پارتیو پټېل: ویرات کوهلي د رایلز چیلنجرز بېنګلور په ګټه خپلې پیسې کمې کړې

د هند پخوانی ویکټ ساتونکی توپ وهونکی پارتیو پټېل ​​وايي، ویرات کوهلي د رایلز چیلنجرز بېنګلور لوبډلې په ګټه د پیسو کمولو پرېکړه کړې ده.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، ویرات کوهلي لومړنی لوبغاړی دی چې د آی پي اېل د (ریټینشن پالیسۍ) له مخې د راتلونکي پړاو لپاره د رایلز چیلنجرز بېنګلور لخوا ساتل کیږي، خو نوموړی اوسهال په ۱۵ کروړه اخیستل شوی، چې د تېر پړاو له پیسو کمې دي.

د ویرات کوهلي ترڅنګ بېنګلور لوبډلې دوه نور لوبغاړي هم اخیستي، چې استرالیایي ګلین مکسویل په ۱۱ کروړه او هندي لوبغاړی محمد سراج یې په ۷ کروړه اخیستي دي.

ویرات کوهلي د آی پي اېل تېر پړاو لپاره په ۱۷ کروړه اخیستل شوی و، خو د راتلونکې ۲۰۲۲ کال لپاره په ۱۵ کروړه واخیسل شو. پارتیو پټېل ویلي چې ویرات کوهلي د پیسو د کمولو په تړاو نېوکه نلري او دا کار یې د لوبډلې په ګټه کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې ویرات کوهلي په دې پرېکړه ثابته کړه چې د ښه لوبغاړي سره-سره یو ښه مشر هم دی ځکه چې په دې سره د بولۍ له لارې ښه لوبغاړی په لاس راتللی شي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …