کورپاڼه / کرکټ / د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته. دغه لیګ چې ټولې شپږ لوبډلې به پکې برخه ولري او د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ یا مارچ کې به ترسره شي.

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب شریک رییس ایوي ګلیزر د عربي اماراتو په شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته او د کرکټ په نړۍ کې قدم کېښود.

د عربي اماراتو شل اوریزه لیګ مشر او د اماراتو د کرکټ بورډ مرستیال خالد الزرواني ویلي، چې متحده عربي امارات په شل اوریزه لیګ کې د نویو فرنچایزونو هرکلی کوي. د اماراتو شل اوریز لیګ یو غوره سوداګریز ماډل او د پانګوالو لپاره ګټور دی.

بل لوري ته د د مانچیسټر یونایټیډ مالک ایورم ګلیزر ویلي، موږ ډېر خوشحاله یو چې د اماراتو شل اوریزه لیګ برخه شو، اماراتو کې په نړیوال معیار کرکټ ټورنمنټ پیل کېږي، چې په دې هېواد کې به د کرکټ ودې لپاره مهم ثابت شي.

همدا راز د امارتو کرکټ بورډ عمومي مشر مبشر عثماني ویلي چې د ایوي ګلیزر په څېر مشهور د سپورټ لوبډلو مالکان د اماراتو په شل اوریزه لیګ کې شاملېدل ډېر اهمیت لري.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …