کورپاڼه / خبرونه / شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونکې روزونکي شان ټیټ له خپلې دندې استعفاء ورکړه. نوموړی په داسې حال کې خپله دنده پرېښوده چې دوه ورځې وړاندې د ملي لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر خپله دنده پای ته ورسوله.

شان ټیټ د تېرې اګسټ میاشت کې له افغانستان ملي لوبډلې سره د پنځه میاشتو لپاره د توپ اچونې د روزونکې په توګه تړون وکړ، خو تر اوسه یې لا خپل وخت نه دی پوره شوی.

نوموړي له ملي لوبډلې سره یوازې د ۲۰۲۱ کال نړیوال جام په سفر کې یوځای و، خو ملي لوبډلې ته ګټه ځکه ونه رسېده چې په یاد سفر کې دومره چټک توپ اچونکي نه ول.

هغه په دې شرط له ملي لوپډلې تړون لاسلیک کړی و، چې هغه به کابل ته نه راځي، بلکې د ملي لوبډلې د سفرونو پرمهال به له لوبډلې سره وي، خو افغان لوبډلې پرته له نړیوال څخه بل سفر نه دی کړی.

د یادونې وړ ده، چې شان ټیټ د استرالیا لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی دی او د ليول ۲ روزونې سند لري، چې د بيګ باش سياليو تر څنګ يې په ټي ټين ليګ کې هم د روزنې دنده ترسره کړې ده.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …