کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ټي ټین ۲۷مه لوبه دکن ګلیډیټرز وګټله

د ټي ټین ۲۷مه لوبه دکن ګلیډیټرز وګټله

د ټي ټین لیګ په ۲۷مه لوبه کې درې افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، چې نجیب ځدران ته چانس ورنغی او حضرت الله ځاځي او کریم جنت په ترتیب ۴ او ۸ منډې وکړې او لوبډله دکن ګلیډیټرز

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۲۷مه لوبه د دکن ګلیډیټرز او بنګله ټایګرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې بنګله ټایګرز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

دکن ګلیډیټرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د یو لوبغاړي په سوځېدو ۱۴۰ منډې وکړې، چې له ډلې ټام کوهلر کاډمور غوره لوبه وکړه، هغه ۹۶ منډې وکړې. بنګله ټایګرز ته لوک ووډ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بنګله ټایګرز لوبډلې د ۱۴۱ منډو هدف په تعیقب ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یوازې ۷۸ منډې یې وکړې او په ۶۲ منډو یې لوبه وبایلله.

د بنګله ټایګرز لپاره فاف ډوپلیسي ۱۵ او ایسرو اوډانا ۳۳ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د دکن ګلیډیټرز لپاره ونیندو هسرنګا غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه ویکټې ترلاسه کړې. همدا راز وهاب ریاض، سلطان احمد، اودین سمیت او تایمل میلز یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …