کورپاڼه / کرکټ / بنګله دېش د پاکستان پر وړاندې دویمې ټیسټ لوبې دوه مهم لوبغاړي راستانه کړل

بنګله دېش د پاکستان پر وړاندې دویمې ټیسټ لوبې دوه مهم لوبغاړي راستانه کړل

بنګله دېش کرکټ لوبډلې د پاکستان پر وړاندې د لومړۍ ټیسټ لوبې له بایللو وروسته خپل دوه مهم لوبغاړي بېرته راستانه کړل او په دویمه ټیسټ لوبه کې به ولوبېږي.

د راپورونو له مخې، بنګله دېش د پاکستان پر وړاندې دویمې ټیسټ لوبې ته د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې په دې لوبډله کې د دوو مهمو لوبغاړو ترڅنګ نعیم شیخ هم ځای لري، چې اوله ټیسټ لوبه به یې وي.

بل لوري ته شکیب الحسن، چې د ۲۰۲۱ نړیوال شل اوریز جام پرمهال د سختو ټپونو له امله له لوبډلې لېرې و، چمتو دی چې د پاکستان پر وړاندې دویمه ټیسټ لوبه کې ولوبېږي.

همدا راز د بنګله دېش کرکټ لوبډلې چټک توپ اچونکی، چې د پاکستان پر وړاندې په شل اوریزه لوبلړۍ کې ټپي شو، هم لوبډلې ته راستون شوی دی.

د یادونې وړ ده، د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه ټیسټ لوبه د دسمبر میاشتې په څلورمه نېټه ترسره کېږي. له دې وړاندې په ترسره شوو درېیو شل اوریزو او یوې ټیسټ لوبه کې پاکستان بریا خپله کړې ده.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …