کورپاڼه / کرکټ / انډي فلاور د پنجاب کینګز لوبډلې روزنه پرېښوده

انډي فلاور د پنجاب کینګز لوبډلې روزنه پرېښوده

د هند غوره لیګ سیالیو کې د پنجاب کینګز لوبډلې مرستیال روزونکي انډي فلاور هم له یادې لوبډلې سره لارې جلا کړې او له خپلې دندې یې استعفاء ورکړه.

له دې وړاندې د پنجاب کینګز لوبډلې لوبډلمشر لوکېش راهول هم له دې لوبډلې لارې بېلې کړې وې او داسې ښکاري چې دواړه به له نوو زیاتو شوو لوبډلو سره تړون لاسلیک کړي.

که څه هم انډي فلاور او پنجاب کینګز لوبډلې د نوموړي د استعفاء په اړه تر دا مهاله څه نه دي ویلي، خو سرچینې وایي چې هغه له پنجاب لارې بېلې کړي او ښایي نوې دنده واخلي.

انډي فلاور، چې د زمبابوې پخواني لوبډلمشر دی، له ډېرو لوبډلو سره یې د روزونې دنده ترسره کړې، چې یو ډېر بریالی روزونکی هم ګڼل کېږي.

نوموړي د ۲۰۲۱ نړیوال شل اوریز جام کې د افغان لوبډلې لنډ مهاله روزونکي دنده هم پاتې شوی. خو اوس چې افغان لوبډلې له لانس کلوزنر سره تړون ونه غځاوه، نو ښایي انډي فلاور یې تر نظر لاندې وي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …