کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان د خپل راتلونکي نوي فلم لپاره فیس کم کړ

سلمان خان د خپل راتلونکي نوي فلم لپاره فیس کم کړ

د بالیووډ مشهور اداکار سلمان خان د خپل راتلونکي فلم (کبي عید کبي دیوالي) لپاره خپل فیس کم کړی دی.

سلمان خان دا مهال د خپل فلم (انتم) لپاره اعلانات کوي، چې پدې فلم کې نوموړي د یوه سیک پولیس افسر او د خور خاوند یې ایوش شرما د ویلن رول لوبولی دی.

د سلمان خان یو شمېر پخواني فلمونو د شنونکو پام ځانته نه دی اړولی، حتی نوموړي مینه والو د هغه د (ټیوب لایټ) او (جې هو) په اړه ښه نظر نه درلود، خو بیا هم سلمان خان په باکس افس خپل اهمیت لري، چې هیڅوک نشي هیرولی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، سلمان خان د خپل ملګري او پروډیوسر ساجد ناډیاډ والا د فلم لپاره ځانګړي تخفیف کړی او خپل فیس کم کړی دی.

د راپورونو له مخې، سلمان خان د (کبي عید کبي دیوالي) فلم لپاره د ۱۵۰ کروړه هندي روپیو د فیس په سر موافقه کړې وه، خو د کورونا وبا له امله د بالیووډ فلمونه دومره کاروبار نه کوي، نو د ملګرتیا په خاطر اوس ۱۲۵ کروړه فیس اخلي.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …